The news is by your side.

سوله

الحاج عمر پاڅون

0

د انتظار شپه په اوږدېدو شوه ته به کله راځې

سترګه مې ستړې په لیدو شوه ته به کله راځې

په پرهارونو به مرهم او پټۍ کله کیږدي

ګړهي لحظه په تیریدو شوه ته به کله راځې

ستا د راتلو په انتظار ملت په طمعه طمعه

حوصله زموږ په ختمېدو شوه ته به کله راځې

دلته جنګو او جکړو زور اخیستی

وینه نن بیا په تویدو شوه ته به کله راځې

دلته بنګلې، کلي، کوڅې ورانیږي

خونه زما په نړېدو شوه ته به کله راځې

ستا بدرګې ته نن ملت سره پاڅون وتلی

خدایږو چې ساه مو په ختو شوه ته به کله راځې

(Visited 115 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.