The news is by your side.

!سولې ته څلوريزې

نظیف تکل

0
۱
که له قطر که له پنجابه راځي
چې له هر لوري له هر بابه راځي
موږ ته منظور موږته قبوله سوله
په خندا دې بې اضطرابه راځي
۲
شرنگيږي په شرنگا ده راروانه
لکه ناوې په ورا ده راروانه
د دې دور يو لويه حادثه ده
زموږ کور ته په خندا ده راروانه
۳
درنيږي په اوږو مې نور د جنگ بار
څه وکړم را په شا دی دا بدرنگ بار
خدايه ته مې نور غږ د فرياد واورې
ښکته مې له اوږو کړې دا بې ننگ بار
ن تکل
(Visited 45 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.