The news is by your side.

سپرلی شولو/ عزت الله ځواب

0

تکې سرې جامې وکړه، سپرلی شولو!
سوځمه، لمبې وکړه، سپرلی شولو!
ته انقلابي جوړه کې بيا راشه!
ما باندې حملې وکړه، سپرلی شولو!
شم دې کنه؛ خير دی لېونی مې کړه!
ګل غوندې وږمې وکړه، سپرلی شولو!
درد سره د ژوند مبارزه کوه!
ويښې، ويښې شپې وکړه، سپرلی شولو!
بې له دې نه هم ګوزاره نه کېږي!
غم د ميکدې وکړه، سپرلی شولو!
کلی په مستۍ ځوابه راوله!
څو دانې ټپې وکړه، سپرلی شولو!

(Visited 15 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.