The news is by your side.

سپوږمۍ/ غزل 

0

تصویر دې راسره وُ ما له ځان سره خندل
بلبل ځکه د ګلو ګلستان سره خندل

کاروان سره په لاره د یو والي وم روانه
هر وخت به مې د ستورو له اسمان سره خندل

حالاتو سره زه هم لیونۍ اومه همزولو
چی تل به می د اوښکو لوند ګریوان سره خندل

د مینی په لټون کی ارتقا د مینی دا وه
جتون به مې سر شو خه له بیابان سره خندل

هغه به چی ټپه د خولې نه وویسته د ننګ
سپوږمۍ! ما ځکه هم له یا قربان سره خندل

(Visited 197 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.