The news is by your side.

شاعرته

اکبر بری

0

   اکبر بری

 تنها یوازي په نیمو شپو کي

    سریی په ورکو لاروکوڅوکي

    نه دي آرام شته نه دي کرارشته

    شیبې دي ډوبې خروارغموکي

    له زړه دي څاڅي په هرګام وینه

    ټول ځان دي سوځي سوي لمبوکي

    هره خوادرومې هره خواګورې

    سترګي بېتابه ورک په فکروکي

    یه لالهانده خواره شاعره

    یه ډوب په لټه په اندیښنوکي

    څه پسی ګرځې څه لټوې ته

    څه درنه ورک دي په نیمو شپوکي

    په دې نامرده زوی مړي ښارکي

   دغومیراتو ورانوکوڅوکي

   چا په رڼاورځ څه مینده نه کړه

   ته به څه مومې تپو تیاروکي

(Visited 157 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.