The news is by your side.

صداقت

محمد یوسف خدمتګار

0

ما به دستورو په رڼا کې منزلونه وهل
تا به له خیاله په لنډۍ زنه خا لونه وهل
زه به په ټوله لاره تلمه ستا دمخ شعلو ته
چا به زمونږ په محبت باندې پالونه وهل
مونږه دیو بل په لیدلو ماړه شوي نه یو
په هر مجلس به مجلسي زمونږ تا لونه وهل
چې اوس موولې ګودر ړنګ دئ پیغلې نه شته پکې
بیګاه شیخانو میکده کې تینده کونه وهل
ډیوې يي مړې کړې او پیالې يي له ایرو ډکې کړې
دې بې انصافو خو،له یو سر وربلونه وهل
اغیار ته ګوره له خندا راپورې شین تللئ دئ
ده له اوله دټګۍ برګۍ چالونه وهل
دخدمتګار له صداقته رقیب ګټه وکړه
که نه پخوا خوبه يي مونږ ته چورلکونه وهل

(Visited 22 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.