The news is by your side.

عبدالباري /جهاني

0

ته به تللی په سفر یې په دعا به وي دا خلک
پر دوستانو به دي غم وي په ژړا به وي دا خلک

له زلمیو قلمونو به را اوري غزلونه
نور به هر څه پخواني وي خو بې تا به وي دا خلک

ختمه سوې به کیسۍ وي غوړېدلې به تروږمۍ وي
شپه به تشه له سپوږمۍ وي بې رڼا به وي دا خلک

نه کیسې به د جنون وي نه به اوښکي له بېلتون وي
نه فرهاد نه به مجنون وي بې لیلا به وي دا خلک

اور به نه راځي له پاسه دود به نه خېژی له مځکي
غم به نه ګرځي په ښار کي بې پاتا به وي دا خلک

د غازي توپک به مات وي د شهید لحد به نه وي
ږغ به نه راځي د ساندو بې پاتا به وي دا خلک

نور به هیري دښمنۍ وي دا کیسې به پخوانۍ وي
مرور به پکښي نه وي ټول پخلا به وي دا خلک

هم رندان هم به ساقي وي هم د شپې می به باقي وي
هم پانوس هم به مستي وي بې پروا به وي دا خلک

چي د خُم له څنګه تللي بیرته نه دي بیا راغلي
محتسب شمعي وژلي بې بورا به وي دا خلک

په رباب کي به دي نه وي جهاني د غزل توري
له نغمې به یې لوېدلی نا آشنا به وي دا خلک

د ۲۰۱۹ کال د مې نهمه، ویرجینیا

(Visited 43 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.