The news is by your side.

عظم الدين عليمي/ د مينې هوډ

0

لار د مـينې بـه وهــو ځـو بـه مـزل کړو
د نـفـرت اغځي سيځل بـه مو تکل کړو
پلـوشـې د مـحـبـت بـه مــو وســلـه وي
پـر تـيـارو د تـورو کـرکـو بـه يرغـل کړو
تــښــتــوو بـــه خـبــيــثــه ارواوې واړه
ياکوربان غږ ته به جوړ ښکلی غزل کړو
يو ـ افغان نـاره بــه وخـوځـوي غرونــه
هر غليم بـه وارخطـا پر پښـو شـل کړو
د منظور مشر پر سره خولۍ بـه وياړو
تورې شپې تـه بـه وينا دده مشعل کړو
د خداي زور به شي ملي تړون د خلکو
لـه امـو تـر اباسين بـه وطن خپل کړو
ناکرار روح بـه هوسا شي د خوشحال
د مـغـلـو د آسـونـو بـه ورک پـل کـړو
د هـيـواد د آزادۍ نــاوې بـه خـانـدې
آراسته به و رته زلفې ول په ول کړو

(Visited 17 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.