The news is by your side.

غزل/ بصیر بیدار ستوری

0

کله به په ما کله په تا راځي
ژوند کې تکلیفونه خامخا راځي

عزم ساته لوړ سینه دي لویه که
صبر ته خوښي خو په ریشتیا راځي

کله کله ژوند ځنې بي زاره شم
خپلي بې وسۍ پورې ژړا راځي

بیا یې ښه خواري نن په ځان کړي ده
ځکه خو مې مینه په اشنا راځي

خوی دي د ماشوم پخپله لویه شوی
خدایګو که مې تانه اوس حیا راځي

چا ویل بیداره چې بیا نه راځی
اوس لاړه غوسه کې سبا بیا راځي

بصیر بیدار ستوری

(Visited 21 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.