The news is by your side.

غزل / ثاقب

0

سکڼې سکڼې ماښام ميده باران او د يار څنګ

سپرلې ده ننګرهار نارنج ګلان او د يار څنګ

ديدن وي د ميئنو ده چنار د سيوري لاندې

په خوايي ده کنړ لوي سيند روان او ديار څنګ

وږمې ده پسرلي د بلبلانو پکې شور

راياد کړم شنه باغونه د پغمان او د يار څنګ

جنت سره سيالي کا که يي پريږدي په قراره

ښايسته ښکلې درې ده نورستان او د يار څنګ

ميلو ته ډلې ډلې چې ورځي په نوبهار کې

بابا صاحب زيارت شينکې لغمان او د يار څنګ

ديدن ته يي له ليرې سلانيان راتلل په مينه

شمال د لوړ پامير سيل ده واخان او د يار څنګ

ثاقبه لاس دې راکه چې ورځو غاړه په غاړه

ميلې ده ګل غونډۍ ګل ارغوان  او د يار څنګ

(Visited 23 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.