The news is by your side.

غزل / ذبیخ الله احساس

0

يقين په سخته خو اسان کېږي ګومان دلته
له ځمکې ډېرو ته نږدې ښکاري اسمان دلته

د مینې لمر لکه چې وخوت د دې ښار په خلکو
هېڅوک اوس نه ولي په کاڼو ميئنان دلته

ځينې دعوې نو بې عمله نه شي عشق غوندې وي
تش په دعاوو ساتل کېږي نه ايمان دلته

هو ستا به بد راځم منمه؛ خو دا هم ومنه
چې په يو چا باندې نو ښه ډېر يمه ګران، دلته

هو مینه شته، کرکه هم شته، مرګ شته دی، ژوند هم کېږی
چې انسان شته دی نو د هر کار شته امکان دلته

د حمل ۲مه، ۱۳۹۸لمريز- بلخ

(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.