The news is by your side.

غزل /سپوږمۍ خرم

0

ژوند به دې خمار کړمه جانان که درته ووایم
زړه به دې زما شې په ایمان که درته ووایم

ستا به باور نه کیږي خو زه به لیونۍ یمه
یاره چې په دیرش سپارې قران که درته ووایم

نه به بیا پښتو وکړې او نه به پښتون وپالې
سر بلند خو څه چې دا اسمان که درته ووایم

ته به مې نوڅه دپاړو شونډو ته پیزوان راوړې
هسې تش په نوم باندې افغان که درته ووایم

سپینې سپوږمۍ ستا مخ کې انوار د محبت پراته
ځان ته به دې فکر شي دا ځان که درته ووایم

 

(Visited 12 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.