لاسونه اچوي جینۍ درپسې
لیونۍ بیا شوه لیونۍ درپسې
چا دې په ډک محفل کې نوم واخیسته
له خولې مې ووته سلګۍ درپسې
چې کشمالي د بام له سره اخلي
ټوله روانه شي بلۍ درپسې
شوې په بهانه د سپینې خولې مرور
اوس چیرته دروړمه خولګۍ درپسې
شرره دومره دې عادت کړمه چې
د ماشوم زړه مې شوه ژبۍ درپسې
(Visited 149 times, 1 visits today)