The news is by your side.

غزل/ مصطفی آرین

0

درځارشه واخله اوښکې مې کوثر په لپو لپو
ما نوش کړه بيا يې وگوره اثر په لپو لپو

آسانه خو څه نه ده ستا يادونه ترې بهر کړي 
څوک نشي تشولې سمندر په لپو لپو

يه خدايه چې له للمو سپيلنو يې نزرانه کړم
بيا وشيندم باران په خړ خيبر په لپو لپو

بندونه يې تړلي دزيارت په شنو جڼډو کې
سوالو کې خدای نه غواړي قلندر په لپو لپو

چې څومره ده ماهير په دلبري او هنر دواړه
قربان مې دزړه وينې له دلبر په لپو لپو

ريگزاره محله کې د پښتو او ادب تږئ
چا موړ په زم زم نکړو اشنغرپه لپو لپو

آرينه لکه وريځ دې زما دغه خوي خوښيږي
آسمان له سترگو توئ شوې زما په سر په لپو لپو

(Visited 10 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.