The news is by your side.

غزل/ پکتیانۍ

0

ستا د ياد ډېوه مې ځانته بله کړه
خپله زندګي مې مکمله کړه

تا راسره کرکه يو په دوه کړله
ما درسره مينه يو په سله کړه

ستا د نظر باز به ورته تلو راتلو
ښه شوه اشيانه مې ترې بدله کړه

ستا له پېښوره څه خبره وم
ما درته ژړا له خپل کابله کړه

ما درسره مينه تر ابده کړه
تا راسره کرکه له ازله کړه

ما ويل رقيب يې ستر مات نه کړي
اوښکه مې لېمو کې لږ معطله کړه

تا پسې په شاه پکتيانۍ نه لاړم
ښه شوه زمانه مې خپله خپله کړه.

(Visited 18 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.