The news is by your side.

غزل / ګلالۍ احد

0

قدم چې اخلمه قــدم ګــوره په ډار اخلم
نه درنه ځم او نه درځم د زړه ازار اخلم
د زور دې نه يم زوروره خو لا ماته نه يم
چې پــناه کېږمه په دې کې درنه وار اخلم
بې لوظه یار مې په لېمو کې زنګوي خوبونه
ځم په بــڼو يې لــه بڼو دغــه غــبار اخـــلم
دا خو منم چې هر يو ګل درسره لاره وهي
خو لمره! زه په غورځېدو کې درنه لار اخلم
اوس هره ساه له خپل وجوده پسې بېله يمه
اوس هره ساه يو چا ته نوی انتظار اخلم

(Visited 15 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.