The news is by your side.

غزل

مصطفی آرين

0

منکـــر نه يم که مـــادښکلو ښار کې سودا وکړه
ښه بنگي برالا مې لويه لار کې کې سودا وکړه

نشــه کې خلک وائي د خـــطأ پوښتنه نشته
چې ماته به څه وائي ما خمار کې سودا وکړه

ته سر رانه په وار وار دبازار له ســــره غواړې
ما ســر سره منصور غوندې په دار کې سودا وکړه

تصـــوير ؤ ديوســف پکــې سيــکه وه ډيره گرانه
دمصــر ذليــخا هـسې قمــار کــې ســودا وکړه

دا ځکــه مــې دوختــه چا ئې مــخ ليدلــې نه ؤ
دا ځکه مې دوخـــته شـيـن سهــار کــې سودا وکړه

ناصحـــه ماته ټول عمــر به وائې هســــې خوشې
مـاســم پخپله طبعه خپل اخـــتيار کـې ســودا وکــړه

( آرينه ) زه هيـڅـکله پښيمان به ترينه نـــشــم
چـــې هر څه راسره ؤ ما يو وار کې ســودا وکـــړه

(Visited 51 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.