The news is by your side.

غزل

عبدالباري جهاني

0

شپې په لار کي سپینوم رویبار به راسي
یوه ورځ به ګوندي ږغ د مسیحا سي

هره شپه یې د راتللو زېری اورم
هره ورځ مي هوسونه نیمه خوا سي

خپل جنون مي په قولونو غولومه
وایم نن به مي قسمت بیرته پخلا سي

د ماشوم په څېر هینداري ته خندېږم
وایم اوس به مي همزولی خوا په خوا سي

دا یوه لمبه دنیا ته وه راغلې
چي نصیب په کوه طور کي د موسی سي

لکه ورځي په خپل عمر کي بهېږم
سمندر ته مي دی مخ ژوند ته مي شا سي

د یادونو پر ګرېوان مي اوښکي اوري
چي را یاده د بېلتون د شپې ژړا سي

هغه ورځ دي د وفا سترګي ور واوړي
ستا په مینه چي پر دار باندي رسوا سي

جهاني یم که رخصت سوم بیا به نه یم
خدای خبر چي بیا به بل دلته پیدا سي

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۰ کال د فبروري پنځمه، ویرجینیا

(Visited 94 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.