The news is by your side.

غزل

 شاعر: عبيدالله ملكزی

0

ورک شوی مو تیارو کې دی مشال پرلــــه پسې

 بې خونده مو د ژوند شو سور او تال پرله پسې

 دا ښه ده چې په بېله بېله لار سره روان شـو

خوند نه کوي یو بل سره جنـجال پرلـه پســې

د ویر په لویه دښته کې د ورک لالي پسې مې

په اوښکو زما لوند شوی دی دسمال پرله پسې

نور خدایه! په دې ورېځو کې د آمن لمر ښکاره کړې

چې خاورې کـړي لمـدې زمونږ کولال پرلـه پسـې

د زړه د کــلا ټولــې دروازې مــې بنــدې کــــړي

ډېــری خلک را اوړي پــه دېــوال پــرلــه پســــې

د حسن په مالت کې د غرور په نیـلي سپـوره!

بازار ته د ښایست دې شتـه زوال پـرلـه پســې

الحاد ته مو توپیر کـه د کعبـې او بُت ونـه کړ

شـروع بـه شـي طـواف لـه درمسـال پرله پسـې

هر علم کې مخکښ وي بس له دینه نا خبر وي

تحقیق کې دا له پوهې دی کنـګال پـرلـه پسـې

تـه ګوره انقـلاب دی مرګـی ســم راغــاړې وتـی

تـوبـې کـړه ( ملکـزیـه ) هـر مهـال پـرلـــه پســې

…2020/3/28 پېښور

(Visited 67 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.