The news is by your side.

غزل

بصير بېدار ستورى

0

له شوره تنګ يمه له شوره تښتم لېرې ځمه
زړه مې خفه دې له خپل کوره تښتم لېرې ځمه

په دې وطن کې زور واکي ده عدالت نشته دې
د دې ظالم له ظلمه او زوره تښتم ليرې ځمه

دلته ريشتيا ويل ګناه ده په ريشتيا دې وژني
د دروغجن سړي له توره تښتم لېرې ځمه

غريبي ورکه کړي سړى کړي له ملکونو فنا
په مزدورۍ پسې له موره تښتم ليرې ځمه

غربته تا مې زندګي راله په پور واخيسته
د خان صاحب له درانه پوره تښتم ليرې ځمه

بېداره ورور يې که تربور راته په دې کلي کې
ځکه خو زه هم له خپل وروره تښتم ليرې ځمه

(Visited 182 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.