The news is by your side.

غزل

ولي زاده راحل

0

 چې رایادشي د زړه سترګې مې بینا شي

خو کاته د ملغـــــــــــــــــلرو په بها شي

لوبــــــوي مې د خیال غېږ کې ارمانونه

ځان سپارل راته ماشومـــه شان ادا شي

برخمــن کړمه فــــــــراق له داسې کیفه

چې د ډېرو عاشقانو به مـــــــــــدعا شي

چې تلي مې زمانې د زغـــــــــــم په تله

پدې چاره به مې مینه لا سیـــــــــواشي

د شېبو له لورینــــــــــــــــــــو منتبار یم

د فلک له التفـــــــــــــــاته مې سودا شي

خوار (راحله) بې کسۍ دې کړه ملا ماته

چې رالــــوېږې نو غزل درته امسا شي

(Visited 64 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.