The news is by your side.

غزل 

ولي زاده راحل

0

                                                 

څه وکـــــــــــړم په خپلــــه برخه ویر کوم لګیا یمه           

ژوند سره ســــودا د خپل ضمیــــــــــر کوم لګیا یمه

ستا د لاسنيــــــــوي ډېره مــوده وشوه خړوب نشوم

ګرځمــــه تلاش د نوي پیر کــــــــــــــــــوم لګیا یمه

بندې دروازې بیا د تنــدي پلــــــــک ګــوزار غواړي

زه په ړچيــــــــــــــــدلي ســــر تدبیر کوم لګیا یمه

نه یې تصـور نه یې تصــویر د محلـــــــــــــونو دی

زه درته کیســـه د یو فقـــــــــــــــیر کوم لګیا یمه

ډېرې وړاندوینې په درواغ شي وخت بـــرلاسی دی

غږ د ټکنیــــــــــــــــــــــو په بهـــیر کوم لګیا یم

(Visited 38 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.