The news is by your side.

غزل

نظیف تکل

0
د دې مرغۍ سترګو کې نم پاتې دی
چې د رڼا په مـخ تـورتـم پـاتې دی
په کې ځلیږي ستا دمـخ رنـګونه
ستا د ویښتو لاندې شبنم پاتې دی
څه خو په خپله یم غلام د ښکلو
څه مې له پلاره راته هم پاتې دی
نه وار خطا دې او نه چغې وهي
په دې وګړو کې لا زغم پاتې دی
راځه چې دواړه نن تازه کړو مینه
دا شپه روانه ده وخت کم پاتې دی
تکل نفرت ته وزګاریږي چیرته
د ښـکلو حق يې په قلـم پاتې دي
(Visited 62 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.