The news is by your side.

غزل

انجینر عیسی بهرام

0

دا چې څه لیکم جانانه بس نشه یم

له ځان وتی یمه ځانه بس نشه یم
ځمکه چورلي پرما سر رابااندې څرخي
په هوا یمه ګومانه بس نشه یم
سره او سپین مې دي ګډ کړي دود پرې باندې
اوس درخېږمه اسمانه بس نشه یم
د قهاراو د جبار نوم مې ترې پاک کړو
زړه کې تا لیکم رحمانه بس نشه یم
د فراق په اور مې جام د اور چپه کړو
ای لمبه لمبه زمانه بس نشه یم
قدمونه د بهرام له واکه وتي
لاس مې نیسه نقیب جانه بس نشه یم

(Visited 22 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.