The news is by your side.

غزل

اوښکه امېل

0
ارزان لکه ټېپر يوو، دا څه حال دى، ولسمشره!؟
قسم دى، دا ولس اوبال، اوبال دى، ولسمشره!
وژنې به تر څـو دلته د واک په ګدۍ کېږي؟
په ذهن کې مې ډېر وخت نه دا سوال دى ولسمشره!
د قــطر د دوحې خبرې هســــې فلــسفــې دي
دا څو مياشتې په قطر کې جنجال دى، ولسمشره!
پښتو دې د ارګ ژبه د پښــتون زړه دې ښه نه کړ
پښتون ارګ کې بېخي مخ په زوال دى، ولسمشــــره!
مزه د زندګــۍ د منــفي صــفر خوا کې ګــــــرځي
شروع په تکليــــــفونو دغه کال دى، ولسمـــشره!
(Visited 91 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.