The news is by your side.

غزل

ممتاز ارمان

0
په چينو کې راځي وينې په ويالو کې اندامونه
چې کوي به د دې سيمې شېخان چېرته اودسونه
شوې د ژوند و مرگ ترمنځه فاصلې دومره نږدې چې
دي کورونو کې قبرونه هديرو کې دي کورونه
يو دې دا نظريه مړه شي بله دا عقيده خاورې
چې يې بل په کلي کور کړل د پردو گټو اورونه
ستا وجود سوي سکاره شه پاکستان ابولهبه
د جگړې د اور خشاک شې او شه مات دې غبرگ لاسونه
په جلال د قام د پلونو مې پراته دي اوس گردونه
يا گريوان نه د نيوو دي دروغجن دي تاريخونه
د دنيا په ښاريه کې دغه حال مې د مالت دی
تمبې نه شته د کورونو دي سيلۍ وړي بامونه
گردچاپېر جهان کې وير دی فريادونه دي ارمانه
حيرانی دی داسې حال کې لا ويده دي ضميرونه
(Visited 58 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys