The news is by your side.

غزل

اوښکه امېل

0
يوه غوښتنه کوم، ويې کړم که نه؟
چا نه مننه کوم، ويې کړم که نه؟
افـغانستان بيرغ نه جوړه به وي
داسې لمنه کوم، ويې کړم که نه؟
ښځه يم حق به راته راکړئ که نه؟
هسې پوښتنه کوم، ويې کړم که نه؟
ورور مې شهيد شو، مور مې داسې ويل
ورته بړستنه کوم، ويې کړم که نه؟
زه به د ژوند پور خېر دى، نن پرې کـړمه
ّد زهرو ستنه کوم، ويې کړم که نه؟
غم مې مړ شوى، امېل! څنګـــه وکړم؟
زه يې څلوېښتمه کوم، ويې کړم که نه؟
(Visited 88 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.