The news is by your side.

غزل

ممتاز ارمان

0
راوړي نصيب مې مات تندي ته د داغونو پټۍ
وختونه ږدي مې په زخمونو د دردونو پټۍ
زه تروږمۍ سره په جنگ شوم منزل وړاندې لاړو
خو څاروان ږدي مې اوس په سترگو د خوبونو پټۍ
د دې کوډگرې زمانې دا ضمير مړ دی که څه
چا د چا ايښې په پوليو د اورونو پټۍ ؟
ژور ټپونه يې رغېږي نه بیا زوې کوي
نور د وطن په سينه مه ږده د بمونوپټۍ
زول شو د اوښکو وينو اوږد پرهر نه شو راټول
شولې اندېر دلته په ژوند د باورونو پټۍ
ستا د بېلتون په تبه پروت ارمان ته هم ريباران
تجويزوي ستا د ارمان د پېغورونو پټۍ
۱۱-۱-۲۰۲۱
(Visited 59 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.