ماتم دی په دې ښار کي جنازې دي چي راځي
خالقه ورځي څه سوې توري شپې دي چي راځي
دا کاڼي د غضب یوازي زموږ پر کلي اوري
انصاف څه سو آسمانه زلزلې دي چي راځي
د اور د پاسه اور دی سره ورک نه سو جانانه
دا لومي د شیطان دي، وسوسې دي چي راځي
پر څه دي سترګي سرې دي ساحل نه دی لا راغلی
لږ صبر سه توپانه لا څپې دي چي راځي
بلبلو باندي اوري آفتونه لکه غشي
پاتا د ترانو ده غلبلې دي چي راځي
سفر دی بدل سوی، منزلونه نا اشنا دي
پر تورو رباتونو قافلې دي چي راځي
محفل به رنګین نه کي دا سوځلي وزرونه
د شمعي جنازې ته پروانې دي چي راځي
د عقل بندیوانو د حساب کړۍ ماتېږي
جنون مو مبارک سه زولنې دي چي راځي
د حق د لېونیو نندارې ته ځي وګري
منصور میدان ته بیایي غرغړې دي چي راځي
زلمي، زلمي کلونه جهاني قبر ته توی سول
.د ساندو له کوګله زمزمې دي چي راځي
عبدالباري جهاني
(Visited 48 times, 1 visits today)