The news is by your side.

غزل

عیسی بهرام

0
څپه څپه رانه اوس ورک دی ژوندون
خپه خپه رانه اوس ورک دی ژوندون
د یاقربان سره تر ستوني راشي
ټپه ټپه رانه اوس ورک دی ژوندون
ګړۍ او ورځ میاشت کال به څه یادوم
شېبه شېبه رانه اوس ورک دی ژوندون
خمار درغلی ساقې راشم خمار
نشه نشه رانه اوس ورک دی ژوندون
لکه خاموشه شمعه دود شمه دود
لمبه لمبه رانه اوس ورک دی ژوندون
زیړ ګل دزړه مې دسپرلي په تمه
وږمه وږمه رانه اوس ورک دی ژوندون
د زوړ رباب شلیدلی تار دی بهرام
نغمه نغمه رانه اوس ورک دی ژوندون
(Visited 22 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys