The news is by your side.

غزل

بصیر بیدار ستوری

0

د ګل ښایست چې خپل رنګونه د سپرلي نه اخلي
مازیګری رنګ د ګودر او د منګي نه اخلي

داسي به خړ شي لکه ِغلا کې چا نیولیي چې وي
کله بو‌‌‌‌‌‌ډۍ ښځه چې مچه د زلمي نه اخلي

که څومره ښکلی وي غریب چې شي بدرنګ ښکاریږي
غریبي ورکه کړي ښایست هم د سړي نه اخلي

د نصیب کرښي په کې ګوري خو موندی یې نه شي
د تقدیر نښي به په خپله خپل تندي نه اخلي

داسي وخت راغي چې میږی هم فیل په ب‌‌‌‌‌‌ډه وهي
ګیدړ را پاڅيد قسمونه د زمري نه اخلي

سم سړي خور دې د انسان په غوښو نه مړیږي
یوه یوه توکړه د غو ښو د زړګي نه اخلي

بیداره کله به یې ژوتد کې خوشالي رانه شي
د کور په کار کې چې صلا ح څوک پردي نه اخلي

(Visited 17 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.