The news is by your side.

غزل

مژده باران

0
غوټې وهي اوتر دى لېونى دى لېونى دى
په شنو سترګو کې ډوب زړه سمندر کې ورک غمى دى
يو ژوند دى چې په حسن کې د مينې په لټون دى
د ګل په سر بورا دى که په پوزه مېخکى دى
صنمه ستا د زلفو رنګ مې واغوست ويده نشوم
زما غوندې غمجن زما د مينې ماښامى دى
په سر مې ددې تورې لوپتې سرې کنارې هم
د مينې د زړه داغ دى که په درمند کې رېدى دى
آشنا،چېرته يې، راشه او ته دا تماشه وکه
جنت دى که د پېغلو د ګودر مازيګرى دى
د مينې بې صبرۍ کې تر دې حده رسېدلى
چې لوى شانتې سړى مې د نازک پايزېب ګونکرى دى
“مژدې!” چې ستا په زړه کې ستا په سترګو کې اوسېږي
دا څوک دى څوک فنکار دى آدم زات که ښاپيرى دى؟
(Visited 26 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.