The news is by your side.

غزل

عبدالغني هاشمي

0
زړه کې احساس، سر کې ادراک، سترګو کې نور نه لري
دلته ډېری خلک تعليم لري شعور نه لري
پړانګ پرښته ګڼي، لېوه ته امامت ورکوي
خلک هم وايي چې سپېڅلی دی قصور نه لري
شيدو ته تور وايي، سکاره درباندې سپين ومني
پروا د تورو، سپينو، زېړو او د سور نه لري
سياست خو دادی چې ماران يې خوشې کړي موږ ته
ښامار په ګنج باندې پرېوتی او حضور نه لري
لمبې يې نشته انسانان پکې وريتېږي سوځي
څو جادوګر دي نغری، داښ او تنور نه لري
وينې زبېښي، انسانان خوري، نړۍ ته اور اچوي
ځينې دېوان دي چې پروا د هيڅ منشور نه لري
ملامت نه دي غوڅوي خوشحال خوشحال سرونه
د وخت مغول توره لري خو رنتبور نه لري
پرون يو څوک دار ته شو جيګ په اناالحق اناالحق
وخته و نه وايې چې دا خلک منصور نه لري
چې فرعونانو ته راواخلي ترې د وړانګو نېزې
دا خاوره ډېر موسامانند لري خو طور نه لري
شي ښاماران، بيا به ښارونو ته راځي، موږ به خوري
زمونږه دښتې ډېر ماران لري سمور نه لري
په نيمو شپو مو ويښوي پرې له درنو خوبونو
دا “هاشمي” له شاعرۍ نه بل منظور نه لري
(Visited 20 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.