The news is by your side.

غزل

سید اسدالله اسد

0
روغ چی پر دعا نه شوم نو مړ به په خیرو نه شم
تاو چی د انګار لرم بدل به په ایرو نه شم
ته می د ملالی د ټپی اواز ژوندی ساته
مخ می کړه ژوندون ته ربه پاتی بی زلمو نه شم
ته په سر چلتار ږده ملا دی کی ثوابونه دی
زه به یو قدم وړاندی له ویاړه د شملو نه شم
خوری می رانه تاوی توری زلفی تور وختونه دی
مست که په دی غم کی د انګورو په اوبو نه شم
زه د ستا بچی وطنه اوس دومره بی وسه یم
پام چی درنه ورک چیرته غوبل کی د پردو نه شم
ستا دیوال به خام لکه چی دی دغسی پاتی وی
پوخ که لکه خښته په لمبو کی د جګړو نه شم
اخلی رانه ساه اسده پاس ستورو ته وکوره
پوه که یی په راز د ښکلوسترګو د بڼو نه شم
Leave A Reply

Your email address will not be published.