The news is by your side.

غزل

ذبیح الله احساس

0
کرار ته یې رابولم خو جنون دی او هغه
بل هېڅ نشته د مينې يو مضمون دی او هغه
د وصل ماشومانې شېبې غلې غلې ګوري
خو زه یمه او ډار د يو بېلتون دی او هغه
د جبر خاموشي ده، خو یو غږ دی لکه شور
یو ضد دی او مهال لکه پښتون دی او هغه
ژوند څه دی، تسلسل د رڼاګانو او تیارو دی
زړه څه دی، پکې وېره ده، سکون دی او هغه
د وخت د غره پر سر د عشق د نوې لارې څرک دی
ګامونه دي، روان یوو، يو تړون دی او هغه
د سنبلې ۱۶مه، ۱۴۰۰لمريز
Leave A Reply

Your email address will not be published.