The news is by your side.

غزل

ممتاز اورکزی

0
مـــاښام دی او د کلي وران سړک دی، چرته ځم؟
خالي خالي مې ذهن زړه مې ډک دی، چرته ځم؟
ته هــــــم له مېنځه او وتې زه هم له مېنځه لاړم
مـــذهب دی،عقيده ده، او مسلک دی، چرته ځم
خــــاونده د پاټک، شــــناختي کارډ مې غورځولی
په ترخ کښې مې ديوان د خان خټک دی، چرته ځم
تېـــــــرېږم په بازار د وسلـــــــــې چــاغ وهم قدم
يو غـــوږی د رباب مې چرته ورک دی، چرته ځم
د کاڼــــــي زړه له کومه کړم چي دا منظر اوګورم؟
شــل،شـل ځايه مات شوی هر نازک دی،چرته ځم
هيڅـــــــــــوک ندي خبر چې چرته ځي؟او ولي ځي
هـــر څوک وايي چې ورک رانه درک دی، چرته ځم
مـــــــــــــــمتازه بې لحاظه سنجيدګيو کډې راوړې
خـــــــــفه مې پکښې ډېر د زړه هلک دې،چرته ځم
Leave A Reply

Your email address will not be published.