The news is by your side.

غزل

سید اسدالله اسد

0 106
څه امید د رڼا ښکاری که د ډار حکمرانی ده
چی د ږیرو په ولجه کی د دی ښار حکمرانی ده
ربه نشوی په دی ګلــــــــــــو د بلبلو تندی ماتی
د خزان دلته اوږده په دی ګلزار حکمرانی ده
چی منصور د حق په چیغه بیا د دار رسی ته بیایی
پر منبر مو د لیوا نو د ښا ما ر حکمرانی ده
د پردو نظر نه لاندی ملا چیرته ځی روان دی
محبت مو په پیسو شو د بازار حکمرانی ده
اوس ځوانان د یار اوربل ته ځی قدم اخلی پوهیږی
د بمونو د باروتو په دی لار حکمرانی ده
دی د غم توری قیصی ته هوښیارخلاصی سترګی ګوری
چی د شپی د تورو لړو پر سهار حکمرانی ده
اسد ځکه خپل زنګون ته زړه تکیه ساتی او ژاړی
چی پر پاکو سپینو زړونو د مردار حکمرانی ده
Leave A Reply

Your email address will not be published.