The news is by your side.

غزل

ګلمانشاه ودیر

0 108
موږ خو جګړه هر وخت د خپلې بربادۍ کړیده
لږه مو خپله وه خو ډيره مو پردۍ کړیده
پردی ټوپک پردی کارتوس خپلو کې وژنو یوبل
عقل د خره په کته پروت اوږده لکۍ کړیده
له هدیرو مو په پته لګي سر یې چیرته رسې
دلته په ژوند هم بر شینکي اسمان ږلۍ کړیده
دویر ټپه په موسيقۍ کې د سر سر ټپه ده
مینه شین کفر که هلک او که انجلۍ کړیده
دلته یزید راژوندی شوی که ژوندۍ کربلا
که اسرافیل په دې وطن د مرګ شپيلۍ کړیده
چا د لینن په قبر کیښودې د ګلو ګیډۍ
چا بنده ګي د بېنظيرې پنجابۍ کړیده
جنت هیواد مو د دوزخ تر پولو واړولو
ودیره دا کانه موږ خپله که نړۍ کړیده
Leave A Reply

Your email address will not be published.