The news is by your side.

غزل

سپوږمۍ

0

مـونږ کره لږ شـپه راوړه راځه کنه
سترګو کې نشه راوړه ـ راځـه کنه

ستړي اوستومانه کړې د درد قيصو
غـــــــــيږ له مې دمه راوړه راځه کنه

ټول ماذيګرى به ســــــندريز کړمه
ته خو لږ ټــــــپه راوړه راځــه کنه

ما به نو اوس څنګه ميخانې ته وړې
دلته مـــــــيخانه راوړه راځه کنه

سترګې مې حاجيانې کړه په خپل ښايست
زړه لکه کعبه راوړه راځــــــــه کنه

مادرته سپوږمـــۍ له کابل راوسته
ته لږه چـــــــمبه راوړه راځه کنه

(Visited 43 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.