The news is by your side.

غزل

عاقله اسد

0 227

بيا يې د قتل په انداز سترګې راواړولې
اف خدايه! څومره یې په ناز سترګې راواړولې

زه او غزل ليکل بيخي لرې خبره وه خو
خدای مې شخصيت ته د اعزاز سترګې راواړولې

کړم يې ګويانه، دې مرغانو دغه کاڼو، بوټو
فطرت مې زړه ته لکه ساز سترګې راواړولې

زما په مخ کې چې کېدې، ستا د واده خبرې
تا راته ولې لکه راز سترګې راواړولې؟

ما لومې جوړې کړې له خپلو پښتنو سترګو
تا چې مغروره لکه باز سترګې راواړولې

شم به نازو، يا زرغونه يا ملالۍ، عاقلې!
که دې ټولنې د جواز سترګې راواړولې

Leave A Reply

Your email address will not be published.