شپه دې خفه کړه خو ډيوه دې هم ونه ساتى شوه
ته داسې اور شوې چې لمبه دې هم ونه ساتى شوه
چې به تر خپل وجوده تل يې رسولى وې ته
يوه هينداره وه هغه دې هم ونه ساتى شوه
د محبت د ميکدې مسووليت څه کوې ته
لاس کې د مى تشه پياله دې هم ونه ساتى شوه
د باورونو د سهار خبرې پرېده ياره
د انتظار وړه شېبه دې هم ونه ساتى شوه
ما هيلې ټولې کړې په زړه کې، زړه مې تا ته درکړ
خو دا نايابه سرمايه دې هم ونه ساتى شوه