The news is by your side.

غزل

رحیمه پښتونځار

0 450
ما په خيالونو کې د پاک حسن طواف کړی دی
د عشق په ژبه مې د مينې اعتراف کړی دی
صبر زړګی مې اوس تسکين ستا په خوږې مينې دی
ځکه سجدو کې مې ستا در کې اعتکاف کړی دی
زه دې د مينې د آيت په زير و زور پوی نشوم
يا هو بهو مې د وفاحق کې خلاف کړی دی
ما دې غمونو ته ښودلې ده د اوښکو بيه
زغم مې د صبر پر تله درته انصاف کړی دی
ستا د ضمير له ګريوانه نه چغه زما ووته
چې د يقين حد مې باور نه انحراف کړی دی
رحيمې جوړه کړه له تيږې نه هنداره د ژوند
سيل ېې د اوښکو په آيئنه کې ستا شفاف کړی دی
رپ
Leave A Reply

Your email address will not be published.