The news is by your side.

غزل

بصیر بیدار ستوری

0

نه مې ویله خو له درده خامخا ووته
زړه کې ساتلي مې د زړه خبره بیا ووته

پرون یې ورور په وینو سور ورله تابوت کې راوړه
نن جنازه یې بیا له کوره د ماما ووته

بیا په دې ښار کې یو چاودنه وشوه وینې توې شوې
هاغه دې بیا ناوي سرتوره په ژړا ووته

د مرګ په لوبه کې بیلات او ګټل نه وي مالوم
د چا شو لاس په وینو رنګ له چا نه ساه ووته

لاسونه پورته کړم خو نه قبلیږي څه وکړمه
د امن سولې پسي خولې نه مې دعا ووته

پخوا ازاد وو خو اوس خپله خپلواکي نه لرو
امان راوستي وه خو بیرته په ریشتیا ووته

بیداره امن به حتمي راشي په ټول هیواد کې
که له وطن مو په ریشتیا د جنګ بلا ووته

(Visited 19 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.