خوب نه، شوګیر پسې مې سترګې وځي
ستا په تصویر پسې مې سترګې وځي
چې یې مریده شم د پاکې مینې
یو داسې پیر پسې مې سترګې وځي
خوب مې لیدلی، لېونۍ یې کړمه
هله تعبیر پسې مې سترګې وځي
نه، د خانانو راته هېڅ مه وایه
ملنګ، فقیر پسې مې سترګې وځي
وایي چې ته یې کاینات کې ورکه
دې دعوه ګیر پسې مې سترګې وځي
(Visited 56 times, 1 visits today)