The news is by your side.

غــــــزل

ښکلا سحر

0

ملا څه يې فرمايلي دې ړندو ته
ته د خداى ج دا وينا وژباړه پښتو ته

نوراني پير لکه خداى ورته ولاړ و
مريدان يې په سجده شوله و پښو ته

داسې ښکاري چې کوم ځاى يې زړه بايللى
ذاهد زېړ ځونډى ورواچاوه تسبو ته

چې اوبه ووايم ته را په يادېږي
چې تا ووينمه تږي شم اوبو ته

په بګړيو يې نيولي وه لاسونه
دوو شپونکيانو پاس کتله طيارو ته

داسې وګڼه چي یار محفل ته راشي
لکه شات چې څوک ورواچوي شيدو ته

هغه وخت تلی ميکدې ته چې د شپې به
د مسجد نه خلک تلل خپلو کورو ته

حلال چرګ يې پاکوه و پخېدو ته
سر او پښې يې بام ته واچول پيشو ته

ښکلا! چېغه کړل چي یار کلي ته راغى
پـــــېغلو وخــــندله وختې بامو ته

(Visited 38 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys