The news is by your side.

غـــــــزل

ښکلا سحر

0

د کلي په اوبو کې په چینو کې سپوږمۍ ګانې
لامبو وهي د ځمکې په لېمو کې سپوږمۍ ګانې

زامن ستوري پلرونه دي لمرونه د کورونو
لورګانې او مورګانې په کورو کې سپوږمۍ ګانې

بې قدره دي زما په پښتنو کې خویندې لوڼې
بې قدره دي زما په پښتنو کې سپوږمۍ ګانې

روان دې په رخسار وبیا د اوښکو کتارونه
روانې دې وې بیا په اننګو کې سپوږمۍ ګانې

نازو انا، ملاله، زرغونه انا، ناهــــیـــــد
را ټولې د تاریخ په کتابو کې سپوږمۍ ګانې

د کلي ماشومانو ښــــکلاا! نه یې هیره کړی
نادانې یادوي دې په ټپو کې سپوږمۍ ګانې

(Visited 29 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.