The news is by your side.

للمي ګل

محمد يوسف خدمتګار

0

وګــورمــه ســترګـوتــه نـظـرمـې پــه لـیـمـه شــي
مـړه چې راته وګـوری په زړه مې څـه شـی وشـي
ډیرڅه مې په زړه کې وي چې ورشم رانه هیرشي
تاثـیرلري پـه سترګـوکې چې بـنـده زما خـوله شي
زه د اتـلـنـتـیک پـه غـاړه وچـې شـونـډ ې ګـرځـم
سـتا د میـني یـاد کې مـې د زړه ویـنـي اوبـه شـي
بـیـا د یـارلـه لـورې راتـه نـوی غـم سوغات شـو
دا که محبـت نـه وي رویـبــاره نــوربـه څـه وي
زه د للمې ګل یـمه وچـیـږم خـوورک کـیـږم نـه
بـیـابـه پـسرلی شي دښـتې غرونه به راشنه شي
اوس د خـدمـتګار  مـیـنه پخـه شــولـه   قـاصده
نـه بـه بـلـه وکـړم نـه بـه بـلـه را پـه خـوله شي

(Visited 53 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.