The news is by your side.

له خپله لاسه

اکبر بری

0

تا کتله ما کتله ټولو ولید

چي یو غل پر منبر وخوت او امام شو

ستر مسلم لوی مجاهد دخدای دلاري

هریو ښه صفت پر ده باندي تمام شو

           ×××

موږ او تاسي په اخلاص ورغلو خواته

دی مو مخ ته کړ او موږ یی پیروان شوو

ټولو  هیر کړه چي دی څوک ؤ څه یی کړله

غونډ په پټو سترګو ده پسې روان شوو

           ×××

چي ده وویل پلانی سړی کافر دی

موږ وې دی لا څه چي پلار یی هم کافر ؤ

چي ده وویل پلانی سړی مضر دی

موږ وې خدای چي خاندان یی لا مضر ؤ

            ×××

ده وی دلته څو سرونه باید پرې شي

موږ وې حکم کوه کوم تن نه  سر پرې کړو

ده وې دلته څو کورونه باید وران شي

موږ وې  اوس به یی دستي ذرې ذرې کړو

             ×××

ده وې ځئ چي نن غزا کړو لوی جهاد کړو

په هر لوري باید پوري کړو اورونه

زما د سر دښمن دښمن ستاسي د دین دی

ځئ چي غونډ وکړو په ده باندي بریدونه

            ×××

موږ یی مخ کي شوو لښکر لاړو پر هر لور

خونړۍ بدي حملې وې چي موږ وکړې

نه موږ بند د چا په مال نه په ناموس شوو

څه چپه چپه نخرې وې چي موږ وکړې

           ×××

جګړه پیل کړه موږ یوه هسي جګړه پیل کړه

چي لمبو یی کړه تالا زموږ پسلونه

موږ په هر چا په هرلور وکړه تاختونه

موږ رهي کړله دوینو دریابونه

         ×××

ده جنت په لوري موږ ته سیخه لاره

راښکاره کړه د جګړې په سره میدان کي

خو په خپله له جنته لاهم خدای چي

ډیر خوشاله ؤ ایران او پاکستان کي

        ×××

ما او تا دده په خوښه بې له سوچه

زموږ دا خپل کورونه وران کلي ویران کړه

دی خاوند شو د چوکیو د ماڼیو

زما او ستا برخه یی دښته بیابان کړه

         ×××

اوس نو ولي یو حیران چي څه راوشوه

نه پوهیږم چي له چا نه لا ګیلې کړو

موږ چي خپله دا لوټمار پر ځان حاکم کړ

چي یی ولوټلو ټول ولي شکوې کړو

(Visited 94 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.