The news is by your side.

له چتې وتى يم/فضل الله حاوي

0

سم نه شومه، نه سميږم بيا له چتې وتى يم
ناڅي ﺯما مخې ته دنيا له چټې وتى يم
نه د ډاکټر ستن، نه د حکيم پوړۍ اثر و کړ
دم را باندې واچوه ملا له چتې وتى يم
بيا به ګوره ﺯه در ته سره کړې چرګه راوړمه
پيره هله ژر شه هو و ها له چتې وتى يم
لور ته دې ووايه چې له ما نه لږ په څنګ ګرځي
مې را پريده خواته مې ماما له چتې وتى يم
چيرته ښکلې پيغله وينم ﺯړه ته مې را و غورځي
نور د ټينګې نه يمه رښتيا له چتې وتى يم
ﺯه مې غواړي ښکلې پريدم او سياست ته مخه کړم
غل، خاين، جاسوس کړمه رسوا له چتې وتى يم
يو والي را وښييه چې غل او رشوت خور نه وي
يو صفا رييس کړه را پيدا له چتې وتى يم
کوم قاضي مفسد نه دى او کوم څارنوال غلا نه کړي
چور او چپاول کړي وﺯرا له چتې وتى يم
لاس د پاکستان او د ايران په پارلمان کې دى
نور واک او اختيار د امريکا له چتې وتى يم
هره ورځ له دې خوا، له هغې خوا مې ځوانان سوځي
جوړه هره خوا شور و غوغا له چتې وتى يم
بم دى، ګرم دى، درم دى ماشومان يې خاورو لاندې کړل
ﺯه ورته ﺯوريږمه په دا له چتې وتى يم
ګرده شپه غوږو کې مې ژړا د کونډو شور کوي
ورځ د يتيمانو واويلا له چتې وتى يم
يو ﺯه يم چاپيره شر و شور د بلاګانو دى
ځان وساتم، دا ساتم، که دا له چتې وتى يم
يو ملي سرود ته ناست، بل يې جشن ته ﺯياړې کړي
ټول دي د پردو د لاس عصا له چتې وتى يم
دا پښتون، دا تاجک، هزاره، اﺯبک ترکمن جلا
هر يو د بل ډنګ ته په ګډا له چتې وتى يم
دا وطن ډير ښکلى وه او دا وطن ښاغلى وه
چا کړ دا بدرنګه او رسوا له چتې وتى يم
موټي خاينانو د جهان له سيالى و ايستو
اوس مې راځي ځان پورې خندا له چتې وتم

(Visited 65 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.