The news is by your side.

لویه خدایه/الحاج عمر پاڅون

0

کاشکې چې پیدا وی لویه خدایه په یوه بله زمانه کې

د اقمارو، کهکشانو، د ستورو په یوه بله سیاره کې

نه پاسپورت وی، نه ویزی وی، نه جلا جلا ملکونه

یوه لویه دنیا وی په یوه عظیمه پراخه پیمانه کې

نه جنګ وی، نه جګړې وی نه توپونه، راکټونه

سوله امنیت وی، د ښارونو د کلو په کوڅه کې

تعلیم مفت وي، علاج مفت وي، کور ارزانه

د نړۍ په هریو کونج کې ښځې او نر وی اسوده کې

یو دین وی، یو قانون وی، یوه ژبه یو کلتور وی

یو حکومت وی، یو مرکز وی د ځمکې په نقشه کې

ښه عدل وی، انصاف وی، ظلم نه وی په دنیا کې

ورورولی وی او دوستی وی د ادم په اولاده کې

راځۍ چې سره یو شو کوښښ وکړو وروڼو، نړیوالو

سوله راوړو، امن راوړو د نړۍ لویه قاره کې

(Visited 23 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.